د پوليسو وژونکی افغان سرتېری ونيول شو

د انځور حقوق EPA
Image caption د بدخشان پوليس وايي يوه سرتېري خپل پنځه همکاران په زابل ولايت کې په ډزو وژلي دي

د افغانستان په شمال ختيځ کې د بدخشان پوليسو قوماندان وايي يو سرتېری چې د سپټمبر پر ۷ يې په زابل ولايت کې پنځه سرتېري وژلي وو په دې ولايت کې نيولی دی.

جنرال بابه جان په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې دغه کس د پېښې پر مهال د شاه جوی ولسوالۍ د کجک خيلو د امنيتي پوستې مشر و.

دی وايي دغه پوليس خپل پنځه ملګري سرتېري د خوب پر مهال د طالبانو په مرسته وژلي دي.

د بدخشان پوليسو تاييد کړې چې دغه کس د سرتېرو له وژلو وروسته خپل ټول وسايل او وسله طالبانو ته سپارلې وه چې بيا د بدخشان ولايت ارګو ولسوالۍ کې خپلې سيمې ته تللی و.

دی وايي تراوسه دغه کس د بدخشان ولايت په مرکز کې ساتل کېږي او هغه سرتېري چې د ده په لاس وژل شوي د بغلان، سرپل او بدخشان ولايتونو اوسېدونکي وو.

زابل او شاوخوا ولايتونو کې امنیتي حالات د پخوا په نسبت ښه شوی، خو اوس هم په کې د نا امنۍ ځينې پېښې تر سترګو کېږي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد به بېلابېلو برخو کې د پوځي عملياتو له کبله ۱۲ سرتېري وژل شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې ۷۰ مخالف وسله وال وژل شوي او ۴۲ نور يې ټپيان دي.

تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته مطالب