په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سوریې سره د روسیې مرستو اسرایلیان اندېښمن کړي

ولسمشر پوتين هڅه کړې چې سوريې سره د روسيې د پوځي مرستو په تړاو د اسراييليانو اندېښنې کمې کړي.

په مسکو کې د اسراييلو له لومړي وزير بنجمين نتن ياهو سره د ليدو پر وخت ښاغلي پوتين وويل په منځي ختيځ کې به د روسيې اعمال تل مسوولانه ترسره کېږي.

امریکا له وړاندې خبرداری ورکړی چې د روسیې دغه کار ښايي دغلته کړکېچ نور هم پېچلی کړي.