په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کندهار پنجوايي کې د نجونو لومړنی ټولګی

د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې تر ۱۴ کلونو پورته نجونو لپاره لومړنی ټولګي جوړ شوی دی.

که څه هم دغه کلیوال ټولګی په یوه زړه نړېدلې ودانۍ کې دی، خو د دې کلي د نجونو لپاره لوی زېری بلل کېږي. ټولګي ته د کلي ملا درس ورکوي.

دغلته، لاهم له ۴۵۰ ښوونځیو ۱۵۰ یې تړلي دي چې څه باندې ۲۰ یې د چارواکو په خبره په پنجوایي کې دي.

زموږ همکار مامون دراني پرې رپوټ چمتو کړی.