په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د چین ناارامې سیمې ته د بریتانیا د سوداګرۍ پلاوي سفر

د بریتانیا د مالیې وزیر جورج ازبورن په یوه جنجالي سفر، د چین شینجیانګ ته تلی دی.

دا لومړی ځل دی چې د یوه مهم لوېدیځ ځواک یو حکومتي چارواکی دغې نا ارامې سیمې ته ځي.

ښاغلي ازبورن وويل، دی هلته ځکه تلی چې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او له چارواکو سره په ناسته کې به دغلته د بشري حقونو د موضوع پر یادولو سترګې نه پټوي.

د بښنې نړیوال سازمان، دی تورنوي چې د چین حکومت ته یې د پروپاګند د کودتا موقع ورکړې.