په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ۱۲۰ زرو کډوال د وېش پر سر لانجې

د اروپايي ټولنې مشران نن (سپتمبر ۲۳مه) په برسلز کې په داسې مهال سره ولیدل چې غړي هېوادونه د ۱۲۰ زرو کسانو د وېشلو پر تړون نه دي سره جوړ.

سلواکیا له وړاندې ويلي، چې ټاکلی شمېر به نه پلی کوي او په اروپايي محکمه کې به دا پرېکړه ننګوي.

له سیاسي لانجو لرې، د کډوالو شمېر لا هم نه دی کم شوی.

دغه ویډیو، د یونان په لېزباس ټاپو کې اخیستل شوې. دغلته د دې بهیر د ورو کېدو هېڅ څرک نه لګي.

زموږ همکار، میرویس میاخیل، له را رسېدونکو کډوالو سره د مرستو او مرستندویه ټولنو په اړه حال راکړی.