په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د طالبانو جوړښت: له اختلافاتو سره سره خپلې چارې څنګه سمبالوي؟

افغان طالبان وایي خپل منځني اختلافونه یې پرې ایښي او د نوي مشر ملا اختر محمد منصور تر شا ولاړ دي.

دا اعلان د څو اوونۍ هڅو په لړ کې خپرېږي چې د دې ډلې د یووالي په موخه د پخواني مشر ملا محمد عمر له مړینې وروسته روانې وې.

د بي بي سي پلټنو د دې ډلې پېچلی جوړښت سپړلی.

زموږ همکار اسماعیل میاخیل په دې رپوټ کې نور حال راکړی.