په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان د دفاع وزارت: د حالت ژر کابو کولو وړتیا لرو

کندوز کې روانې جګړې ته په اشارې، د افغانستان د دفاع وزارت وايي د دې وس لري چې حالت ژر کابو کړي خو د ولسي زیان د مخنیوي په پام یې ځواکونه هوايي او ځکمني عملیات په احتیاط کوي.

د دغه وزارت ویاند، دولت وزیري بي بي سي ته وویل ژر به د کابل کندوز لاره خوندي شي.

کندوز کې د حکومت ماته له هغه څه سره هم تړلي یادېږي چې ادعا کېږي ځايي حکومتي ملېشو ولسي خلک ځورول او خپل سرې کور واکۍ وې.