په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عبدالله: کندوز کې دې د پوځي تېروتنو پلټنه وشي

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله چې امریکا کې په رسمي سفر بوخت دی بي بي سي ته وویل چې دمګرۍ باید هغو ننګونو ته ځواب وايي چې د کندوز د خلکو او افغان حکومت مخې ته پرتې دي.

نوموړي دا هم وویل چې کندوز کې دې د پوځي تېروتنو پلټنه ترسره شي.