په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ایا د ملي یووالي حکومت د اداري فساد ختمولو کې پاتې راغلی؟

یو کال وړاندې د ملي یووالي حکومت د اداري فساد غم خوړولو ژمنه وکړه خو ډېریو ته هغه ژمنه پوره نه ښکاري.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي بیا پر هغې خبرې چې پخوا هم څو وارې اورېدل شوې ټینګار کړی، چې د نړیوالو مرستې نورې افغان حکومت ته په شرط ولاړې دي.

زموږ همکار اولیا اطرافي پرې رپوټ لري.