په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر روسیې سوریه کې د بریدونو درولو غږ شوی

سوریه کې روسیې د دوی په وینا ترهګرو پر وړاندې خپل هوايي بمبارۍ ډېرې کړې دي.

مسکو وايي، له پرون راهیسې یې ۱۸ جنګي الوتکې، د رقعه، حلب، او حمص شاوخوا، د اسلامي دولت نومې ډلې د قومندې او روزنې مرکزونه په نښه کوي.

خو داسې اندېښنې شته چې وايي، روسیه په سوریه کې د نورو یاغي ډلو په نښه کولو د بشر الاسد حکومت پیاوړی کوي.