په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هغو کورنیو ویر چې خپلوان یې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شول

د هغو کسانو کورنۍ چې په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د امریکا هوايي برید کې وژل شوي وو، لا په وير او ژور غم کې دي.

دوی د خپلو غمونو له ژړا سره د جګړې د درولو غوښتنه کوي.

امریکا د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د نغدي مرستو ژمنه کړې خو د ډېرو لپاره يې دا د دې غم او درد درمل نه دی.

نجما ځلا د دغو ويرجنو کورنيو د حال کتلو ته ورغلې وه.