په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

۱۴ کلنه افغانه د سولې نړیوالې جایزې ته نومول شوې

یوه څوارلس کلنه افغانه د ماشومانو د سولې نړیوالې جایزې ته نومول شوې ده.

عزیزه رحیم زاده په یوه پنډغالي کې ماشومانو په تېره بيا وړو نجونو ته د زدکړو پر اسانتیاو سربېره د څښاک پاکو اوبو برابرولو پر سر دغې جایزې ته د نوماندۍ فرصت ګټلی دی.

د دې دوه نور سیالان د لایبریا او پورتوریکا دي، چې د جايزې ګټونکی به یې راتلونکي نومبر کې اعلانېږي.

زمزمې نیازۍ په کابل کې له عزیزې سره د دې د کارونو او ژوند په هکله خبرې کړي او دا رپوت یې رالېږلی دی.