په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د فوټبال لوبې د ټکټونو بیې کمې شوي

په اروپا کې د نړۍ د تر ټولو مخکښو فوټبال کلبونو د ټکېټ بیې په اړه بی بي سي یوه پلټنه کړې.

دا پلټنه ښيي چې د ټکېټ په بیه کې بدلون نه دی راغلی، بیې ټیټې شوي او یا هم د پخوا په څېر پاتي دي.

د فوټبال بیه د خپل ډول تر ټولو لویه څېړنه ده په ۱۳ لیګونو کې، ۲۲۷ کلبونه په کې لیدل شوي.

خو له سوداګریزو او ټلویزیوني اعلاتو سره سره کلبونه په دې برخه کې نور څه کولی شوی؟