په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له هېواده د وتونکو افغان کډوالو د سوچ بدلولو هڅه

اروپا کې د کډوالو ناخوالې، د دغو کډوالو ترمنځ یې ګڼ شمېر افغانان هم دي، چې پر سختو او خطرناکو لارو يې اروپا ته د رسېدو په هیله خپل ټاټوبی پرې ايښی دی.

له خپل هېواده د وتونکو افغان زلميو د سوچ بدلولو په موخه افغان حکومت رسنیو کې د اعلانونو خپرولو مبارزه پيل کړې ده.

د سوچ بدلون دا رسنيزې هلې ځلې د ښاري سوداګریزو اعلانونو دړو، خصوصي تلویزونونو، ټولنیزو رسنیو او هم د پېژندل شویو څېرو په مرسته کېږي.

خو دا هلې ځلې څه اغېز لري؟ زمزمه نیازۍ یې د ځواب هڅه کوي.