په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

لندن فلم فستیوال کې بر افغانستان د جوړ شوي فلم ننداره

برېتانیا کې د ۵۹م لندن فلم فستیوال کې د نورو ګڼو فلمونو تر څنګ پر افغانستان جوړ شوی فلم فریم بای فریم هم نندارې ته وړاندې شو.

د دغه فلم کیسه د څلورو عکاسانو پر ژوند راڅرخي او افغانستان په داسې یوه بڼه ښودل شوی چې په عادي ډول نړیوالو رسنیو کې نه را څرګندېږي.

زموږ همکار کریم حیدري د دغه فلم لیدو ته ورغلی و او له جوړوونکو سره یې غږېدلی.