په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ګوانتانامو ملګري خو اوس دښمنان

د ګوانتنامو د یوې کوټې دوه پخواني زندانیان په افغانستان کې یوه بل ته ګوته په ماشه دي.

د ننګرهار دوه اوسېدونکي له بنده وړاندې سره اشنا و.

د اچین ولسوال حاجي غالب له دوو زامنو سره د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې جنګېږي، خو عبدالر حیم مسلم دوست د ده د زندان د کوټې ملګری په سیمه کې د اسلامي دولت ډلې مشري کوي.

نعمت الله کریاب اچین ته ورغی او د جګړې پر لومړیو لیکو یې د دغو پخوانیو زندانیانو ملګرو او اوس دښمنانو اغېز لیدلی