په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پښتنو قومي مشر افضل خان لالا ومړ

د پاکستان د خيبر پښتونخوا يو وتلى ملت پاله سياست وال افضل خان لالا د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترگې پټې کړې.

نوموړى له څه وخت ناروغه وو . د هغه جنازه نن د سوات په سېدو شريف کې خاورو ته وسپارل شوه.