په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مصرى ولسمشر د پراخو امنيتي قوانينو ننگه کوي

د مصر په سینا ټاپو وزمه کې یو ځانمرګی برید شوی دی او درې کسان یې وژلي.

برید ګر په چاودېدونکو توکو بار موټر هغه ځای ته ور ووست چې پولیس پکې را ټولېدل.

په یوه ځانګړې مرکه کې، د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي وايي، ترهګر یې هېواد ګواښي او وايي له هغه څه په وېره کې دی چې ګاونډیان يې ورسره مخامخ شول.

دی دا هم وايي چې هېواد یې د دېموکراسۍ پر لور روان دی خو وايي لا نور سیاسي اصلاحات وخت غواړي.