په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان او ايران: دوه همکار ګاونډيان که تاريخي سيالان

افغانستان او ايران دوه لرغوني هېوادونه او نژدې ګاونډيان دي. خو د دواړو هېوادونو په اړيکو کې د تېرو څو پېړيو پر مهال ډېرې لوړې او ژورې هم راغلې دي.

دا مهال، ايران د افغانستان يو مهم ګاونډی دی او په تېرو څو کلونو کې يې په افغانستان کې رول او نفوذ په بې سارې توګه ډېر شوى دى.

زموږ همکار داود اعظمي د ايران او افغانستان د اړيکو په اړه په ۲۰۱۲م کال کي د دغو دريو ځانګړو پروګرامونو لړۍ جوړه کړې وه.

لومړی پروګرام: د ايران او افغانستان تاريخي اړيکي او سيالۍ.

دوهم پروګرام: افغانستان ته د امريکا تر راتګ وروسته د ايران رول او له واشنګټن او طالبانو سره يې اړيکي.

درېيم پروګرام: د ايران او افغانستان اوسنۍ اړيکي او په افغانستان کې د ايران نفوذ.