په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بغلان کې د لوې لارې بندېدا په اړه لاريون

له څو ورځو راهيسې د افغانستان شمال ختیځو ولايتونو ته غځېدلې لار په بغلان ولايت کې ځایي خلکو تړلې .

لاریونیان غوښتنه لري چې ولایتي مرکز دې له پلخمرۍ بېرته مرکزي بغلان ته ولېږدول شي.

٢٧ کاله پخوا د وخت حکومت د امنيتي دلايلو له امله د بغلان مرکز بدل کړى و.

د لارې بندېدو د شمال ختيځ څلورو ولايتونو زرګونه خلکو ته سرخوږى جوړ کړی دى. سيد عبدالله نظامي له همدې سيمې نور جزييات لري.