په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هرات کې د مچيو روزل او د شاتو توليد

په تېرو څو میاشتو کې هرات کې د مچیو روزنې ته پام ډېر شوی او د شاتو توليد هم ورسره زيات شوی دی.

هلته تل بادونه وي او همدې هغه نظر پیاوړی کړی و چې ګنې مچۍ په کې نه ساتل کېږي.

خو دې وروستیو نښو او ازموینو ښوولې چې خبره هغسې نه ده.

هراتي چارواکي وايي سږ کال به ۲۵ ټنه شات ولري خو پلورونکي یې شکایتونه هم لري. محمد قاضي زاده پرې دا راپور چمتو کړی دی...