په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"افغان سولې لپاره د باور فضا رامنځ ته کول اړين دي"

د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې، ملالۍ شينوارې، وايي افغانستان کې د سولې هڅې تر هغې نتيجه نه شي ورکولى چې اړونده خواوو سره په دې تړاو ژمنتيا پيدا نه شي. اغلې شينوارې چې د بي بي سي "د سولې د لرليد لړۍ" په ترڅ کې يې زمونږ همکار عنايت الحق ياسيني سره خبرې کولې وويل چې " تېر کې دا ژمنتيا نه ده لېدل شوې". دې وويل چې د هر ډول خبرو نه وړاندې بايد د باور فضا رامنځ ته شي. اغلې شينوارې چې طالبانو او اسلامي حزب سره غير مستقيمه خبرو کې يې برخه اخېستې وويل د سولې خبرو کې بايد مېرمنو ته هم ونډه ورکړل شي.