په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ساينسپوهان: د انټي بياټيک دوره پای ته نژدې کېدونکې ده

ساينسپوهان خبرداری ورکوي چې د انټي بياټيک دوره پای ته نژدې کېدونکې ده.

دا خبر له هغه وروسته کوي چې داسې بکټرياوي يې وموندلې چې له درملو سره ډېر مقاومت کوي.

په چين کې پر ناروغانو او څارويو کې ساينسپوهانو د څېړنو پر وخت ځينې بکټېرياوې موندلې چې له ډېرو پياوړو درملو لکه انټي بياټېک سره يې مقاومت کاوه.

اوس ساينسپوهان وايي دا پرمختيا د هغو ناروغيو په اړه اندېښنه ډېروي چې ښايي مبارزه ورسره ګرانه وي او وايي په دې اړه بايد جدي ګام واخيستل شي.