په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"انسان تښتونې په حکومت فشار لپاره ترسره کېږي"

نژدې ۲۰ مسافر د کندهار کابل پر لاره زابل ولايت کې د وسله والو له خوا تښتول شوي دي. د دوي څخه ډېر يې هزاره ګان ښودل شوي. د زابل يوه چارواکي د دې پړه پر طالبانو اچولې، خو د طالبانو يوه وياند بي بي سي ته ويلي چې "په دې اړه خپل معلومات راغونډوي" .

د افغانستان د چارو ډېر څېړونکي په دې اند دي چې دا کسان پر حکومت د فشار اچولو لپاره تښتول کېږي.

د کابل پوهنتون استاذ، ‌ډاکټر فیض محمد ځلاند، زمونږ همکار عنايت الحق یاسیني سره مرکې کې وويل چې دا ډول فشارونه د حکومت مخالفينو سره مرسته کوي چې غوښتنې يې ومنل شي.