په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جوهانسبورګ کې د غازو موټرو کارولو هڅې

په راتلونکو څو اوونيو کې به د نړۍ د ۱۹۰ هېوادونو مشران او استازي د ملګرو ملتونو د بېلابېلو خواوو ۲۱ کنفرانس لپاره د فرانسې پلازمېنه کې راغونډېږي.

سوچ دا دی چې د اقليمي بدلون ستونزې په اړه د حل لارې يو نړيوال تړون ته رسېدنه وشي.

دا يوه داسې مسئله ده چې پرمختيايي هېوادونو کې له هغه څه چې بايد وي، کمه پاملرنه ورته کېږي.

د جنوبي افريقا جوهانسبورګ د کاربون وتلو کچې راکمولو په موخه ښاري چلن ته د يو شمېر داسې بسونو او ټکسيو وړاندې کولو په هڅه پیل کړی، چې په مايع غازو چلېږي.