په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سر درياب د پښتونخوا تفرېح ځای

پښتونخوا د طبيعي ښکلا خورا ډېر ساتېر ځايونه لري، تېرو څو کلونو کې يې نا امنيو د خلکو لپاره د ساتېرۍ او استراحت ځايونو غوراوی کم کړی دی.

خو له پېښور سره نژدې سر درياب يو له هغو ځايونو دی چې لا اوس هم خلک د ساتېرۍ او هم د کبانو خوراک لپاره ورځي.

زموږ همکار رحمان الله هم ورغلی و او دا رپورټ يې پرې چمتو کړی دی.