په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د شبرغان د غازو سټېشن په "زیات لګښت جوړ شوی"

د افغانستان شبرغان کې د طبيعي غازو سټېشن چې په دې هېواد کې د خپل ډول لومړی ګڼل کېږي، د امريکا دفاع وزارت له لوري يې پر جوړولو له اندازې زياتو لګښتونو د کتونکو اندېښنې راپارولې دي.

د افغانستان رغونې په اړه د امريکا ځانګړې پلټونکې ادارې سيګار ويلي، د شبرغان طبيعي غازو دا سټېشن په نامناسب ډول په ۴۳ ميليون ډالرو جوړی شوی، چې دته ته ورته پروژه پاکستان کې يوازې ۳۰۰ زرو ډالرو جوړېدی شوی.

تېرې څه د پاسه يوې لسيزه کې افغانستان کې په بهرنيو پانګو د پروژو د کيفيت او اغېز په اړه ډېر وخت اندېښنې او پوښتنې راپورته کېږي.

امير بريال د شبرغان د طبيعي غازو دې سټېشن ته ورغلی و، او په اړه يې دا راپور رالېږلي دی.