په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

۱۰۰ ښځې: تهمينه کوهستانۍ اولمپيک لوبو ته چمتوالی نيسي

د ۲۰۱۲ کال اولمپيک سياليو لوبغاړې تهمينه کوهستانۍ د راتلونکي کال سيالیو ته چمتوالی کوي.

وايي که دا ځل د افغانستان له خوا اولمپيک سياليو لپاره غوره شي، له تېرو تجربو به په ګټې اخيستو وځلېږي.

په کابل کې زمزمه نيازۍ د بي بي سي د سل ښځې د لړۍ لپاره له تهمينې کوهستانۍ سره غږېدلې.