په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان مېرمني له لانجو د خلاصون قانوني حل غواړي

افغانستان کې مدني فعالين کلونه کېږي چې مېرمنو ته د حقونو په رسولو کې هلې ځلې کوي.

خو لا هم ډېرې داسې پېښې شته چې ښځې په کې مرسته نه مومي.

يوه يې د طلاق لانجمنه موضوع ده. په کابل کې زموږ همکارې نجما ځلا هغه میرمنې لیدلې چې د ترخه ژوند له لاسه اوس په امن خونو کې اوسي.