په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بريدونو له ګواښ وروسته د بروکسل حال

د پاريس له بريدونو وروسته په ټول بلجيم په ځانګړي ډول بروکسل کې د شونو ترهګرو بريدونو د ګواښ له امله ښار تر ډېره تړلی او ژوند په ټپه ولاړ و.

په بروکسل کې د ځايي خلکو په وينا ژوند بېرته عادی حالت ته ستون شوی.

هټۍ، ښوونځي او پوهنتونونه بيرته برانيستل شوي. خو لا هم ډېر شمېر امنیتي ځواکونه په ښار کې ګزمه کوي.

بروکسل مېشتی افغان، جابر منظر د ښار حالت داسې بيانوي.