په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان واکمنو د شتمنيو د ثبت بهير

په افغانستان کې د دولتي مشرانو او جګپوړو چارواکو د شتمنيو د ثیت بهير بيا پيل شوی. له فساد سره د مبارزې عالي ادارې په دې لړ کې د ولسمشر غني او اجرايوي مشر عبدالله د شتمنيو لېست خپور کړی دی.

د ولسمشر غني او مېرمنې يې رولا غني شتمني ۳۲۰ ميليون افغانۍ چې شاوخوا ۴،۷ ميليونه ډالر کېږي او د ښاغلي عبدالله شتمني ۱۰ ميليونه افغانۍ يا ۱۴۰ زره ډالره ښودل شوې ده.

په دې اړه زموږ همکار اسماعيل سعادت د د فساد سره د مبارزې د عالي ادراې د مشر غلام حسين فخري سره مرکه کړې ده.