په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د خپل اصل لټون

د امريکا ۴۰ ميليونه وګړي، د هغو خلکو اولادونه دي چې له افريقا بېول شوي او په زوره مرييتوب ته اړ ايستل شوي وو. د دوی ډېر کم يې د خپلو نيکونو مځکې ته د ورتلو فرصت مومي، او ډېر کم يې لا اوس هم افريقا ته د ستنېدو لار غوره کوي. خو ځينې يې چې امريکا کې زېږېدلي او لوی شوي، د افريقا لوېديځ کې ګانا ته ورغلي، چې د خپل اصل پته ولګوي.