په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: څرنگه امنيتي اداروکې د "اداري فساد" مخنيوي کېدى شي؟

په بريتانيا کې ميشت د رونټيا نړيوال سازمان ويلي افغان حکومت د هېواد په دفاعي او امنيتي ادارو کې د فساد په مخنيوي او له منځه وړلو کې پاتې راغلى دى .

دا سازمان وايي سره له دې چې د نړيوالو مرستو ډېره برخه ددفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته ورځي ، خو د لگولو په اړه يې د حساب ورکولو روڼ سيستم نشته.

سازمان خبردارى ورکوي چې که حکومت په امنيتي ادارو کې د فساد ستونزې ته جدي پاملرنه ونه کړي ، نو دغه ادارې به سختې زيانمنې کړي . ستاسې غږ کې زمونږ همکار متين سمسور دغه ادعا شوي فساد په اړه د عادي افغانانو او نظر خاوندانو سره غږېدلى دى.