په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اونيز بحث: ايا د اسلام اباد خبرې به افغان سولې سره مرسته وکړي؟

افغانستان، پاکستان او امریکا ویلي، چې د تاوتریخوالي ختمولو په موخه به د افغان حکومت او طالبانو د ډلو تر منځ د سولې د بهیر ګړندیتوب لپاره به هڅې کوي. دا خبره اسلام اباد کې د اسیا زړه کنفرانس په څنډو کې د دغو هېوادونو د چارواکو تر منځ له یوې درې اړخیزې ناستې وروسته په ګډې خبر پاڼې کې راغلي.

دوى د خبرو پيلېدو ته بيا ژمنه وښودله. دې کانفرانس ته وينا کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم ټينگار کړى وو چې ټوله سيمه بايد د سولې او ټيکاو لپاره کاروکړي. دا درې اړخيزه غونډه اود اسيا د زړه کانفرانس به افغانستان کې د سولې برخې کې څومره اغيزمنې وي؟

دا موضوع گانې زمونږ همکار متين سمسور په يوۀ راديوي بحث کې افغانستان او پاکستان کې د نظر خاوندانو سره څېړلې دي.