په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

" نصاب کې د باچا خان دنوم شاملولو غوښتنې د پوهنځي ريس له دندې لرې کړ"

په پاکستان کې د يوه پوهنتون د تاريخ د پوهنځي مشر له هغې وروسته له دندې لرې شوى دى چې په وينا يې غوښتنه يې کړې وه " د پاکستان د تاريخ په نصاب کې بايد د باچا خان او عبدالصمد خان په گډون د نورو ايالتونو د وتلو سياسي مشرانو هلو ځلو په تړاو معلومات شامل شي".

Image caption پروفيسر وقار علي شاه وايي له خلکو بايد تاريخي حقيقتونه پټ ونۀ ساتل شي

پروفيسر سيد وقار علي شاه، چې د قائد اعظم پوهنتون د تاريخ د څانگې مشر وو، په يوۀ علمي بحث کې ويلي وو چې له خلکو تاريخي حقيقتونه پټ ساتل شوي دي. د پوهنتون اداره دا يو عادي بدلون بولي، خو ښاغلى شاه دا د هغۀ د څرگندونو نتيجه گڼي. زمونږ همکار محمد زاهد سره خبرو ې کې پروفيسر سيد وقار علي شاه په دې اړه غږېدلى دى.