په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هند کې پر انلاين د درمل پلور په اړه اندېښنې

هند کې پر انټرنېټ پلور له امله د ډېرو ټولپلورونکو اندېښنې په زياتېدو دي. دغه هېواد کې اوس د برېښنايي سوداګرۍ کچه په لوړېدو ده، چې د درمل صنعت هم په کې دی، او د انټرنېټ له لارې په اسانۍ سپارښتل شوی درمل پلوري.

له دې سره دوديز درملتونونه خوښ نه دي، او دا تېره اوونۍ يې يو ورځنی کاربندیز کړی و. غوښتنه يې دا وه چې د انټرنېټ له لارې پر درمل پلورونکو وېبپاڼو دې بنديز ولګول شي.