په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ګوانټانامو پخوانی بندي شاکر عامر: خپلو بچيانو نه پېژندم

د ګوانتانامو يوه پخواني بندي شاکر عامر په لومړي ځل د هغو شکنجو له امله چې د ادعا له مخې ورڅخه تېر شوی دی، معلومات ورکړی دی.

شاکر عامر په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو او القاعد‎ې ډلې غړیتوب په شک نيول شوی و، او له خوشي کېدو وروسته دا تېر اکتوبر بېرته بريتانيا ته راستون شو.

اوس ده بي بي سي ته ويلي، توندلاري نه مني او نه هم هېڅ داسې تکل لري چې د خپل بند پر سر د بريتانوي حکومت پر وړاندې کوم قانوني ګام پورته کړي.