په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ننگرهار کې اتو وژل شوو کې يوه دوه مياشتينۍ نجلۍ وه

په ننگرهار کې چارواکي وايي د يوې کورنۍ هغه اته غړي چې مړي يې د بهسودو ولسوالۍ يوه کور کې موندل شوي په اړه يې لومړنۍ پلټنه د دې ښودنه کوي چې هغوي "د شخصي بدۍ له امله د ځينو خپلوانو له خوا وژل شوي دي".

د بهسودو ولسوال قاري اسرارالله قاري زاده بي بي سي پښتو ويب پاڼې ته وويل چې "د لومړنېو معلوماتو برعکس داسې ښکاري چې دا کسان درې ورځې وړاندې وژل شوي وو، چې وژل شوو کې پنځو کوچنيانو په گډون يو ه دوه مياشتينۍ نجلۍ هم شامله وه".

ولسوال قاري زاده وويل چې د کور وژل شوى نارينه اصل کې د پکتيا اوسېدونکى و، او وژل شوې ميرمنې د بهسودو وې، دى زياتوي چې پکتيا کې د مقتول خپلوانو سره په تماس کې دي او په دې اړه به ډېر ژر نورمعلومات مخې ته راشي.

دى وايي چې "پلټنې روانې دي او عاملين به يې ډير ژر ونيول شي."

د سيمې خلکو په دې پېښې ډېر ټکان خوړلى.

د دې نه وړاندې ولايتي ادارې ويلي وو چې دا پېښه بيگاه رامنځ ته شوې ده خو اوس معلومه شوې ده چې دا مړي هلته له څو ورځو پراته وو.

د انځور حقوق f
Image caption پښه د بهسودو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې،چارواکي يې علت شخصي دښمني يادوي.