په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

چينايي ښکاريان د مرجان ټاپو ويجاړوي

د بي بي سي یوه ډله چې د جنوبي چین سمندر ټاپو ګانو ته تللې وه د چینايي ښکاریانو له لوري یې د مرجان د ډېرو ویجاړیو شواهد ولیدل.

تېر کال، چین د سپرتلي ټاپوګانو شاوخوا اوبو کې مصنوعي ځایونه جوړ کړې دي، دا دلته د خپل واک د دوام لپاره کوي.

فېلېپین وايی د چین سمندري ځواکونو دغه سیمه کې خپل شتون ډېر کړی دی. وايي لسګونه ښکاریان یې ور پرې ایښي چې دغلته مرجان له منځه یوسي.