په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د پېښور ښوونځي بريد د بشريت ضد جرم دی"

تېر کال پر همدې ورځ د پېښور پر يوه ښوونځي وسله والو بريد کړی و چې له ۱۴۰ زيات کسان په کې وژل شوي وو، د همدې ښوونځي زده کوونکي او ښوونکي وايي لا تر اوسه روحا کړېږي، ځينو ويلي لا هم له رواني پلوه درملنې ته اړ دي.

د پاکستان پارلمان پر دغه ښوونځي بريد "د بشريت ضد جرم" بللی دی.

پېښور کې رحمن الله له ځینو اغېزمن شويو کورنيو سره غږېدلی دی.