په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د ډيجيټل بڼې لوست په دودېدو دی

افغانستان تېرو څو کلونو کې د ټکنالوژۍ له مخې ښه پرمختګ کړی، او د زده کړو د ښه والي هڅو کې د کابل ځینو ښونځیو کې ان لوست هم ډیجیټلي بڼې ته اوښتی دی.

د لوست دا بڼه په ځانګړي ډول هغو ښوونځیو کې کارول کېږي چې له جګړې ځپلو سیمو ورغلي ماشومان په کې زده کړې کوي.

د ډېرو باور دا دی چې ګواکې په ډیجټلي بڼې لوست به له زده کونکو سره د نوې ټکنالوژۍ سره په اشنا کېدو کې مرسته وکړي. د بي بي سي ډيجيټل افغانستان اوونۍ کې نجما ځلا د دغه پروګرام په اړه راپور رالېږلی چې جوړوونکي يې دا کار د افغانستان پوهنې چارو بدلون ګڼي