په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اونيز بحث: څرنگه دافغان ځواکونو وړتيا ښۀ کېدى شي؟

دافغانستان په بېلابېلو برخو کې د تودو جگړو له امله دافغانستان د امنيتي ځواکونو د وړتيا او مورال په اړه پوښتنې راپورته شوي دي. لومړى د کندز او اوس د هيلمند جگړو له امله افغان ځواکونو وړتيا ته د افغانستان دننه اوبهر څخه پام اوختى. دا چې په دې لړ کې ستونزې څه دي، حکومت بايد څه وکړي او تېروتنې په کوم ځاى کې شوې دي. دا او نورې پوښتنې عنايت الحق ياسيني اونيز راديوي بحث کې د افغانستان د دفاع پخواني مرستيال، جنرال عتيق الله بريالي، په ولسي جرگې کې د امنيتي کميسون مرستيال عبدالحي اخندزاده او د چارو شنونکي لطف الله لطيف سره څېړلې دي.