په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نوي ۲۰۱۶ کال لمانځنو لپاره امنيتي تدبيرونه نيول شوي

نوی ۲۰۱۶ کال په نوي زيلنډ او اسټراليا کې پيل شوی.

خو د تازه ترهګرو ګواښونو له امله دغو لمانځنو کې د خلکو خونديتابه لپاره اضافه احتياطي تدبيرونه نيول شوي دي.

دلته لندن کې د لارو کوڅو څارنې لپاره به لا زيات وسله وال پوليس ځای پر ځای وي.

په نيويارک کې به هم اضافي امنيتي ځواکونه پر دندو وي، په داسې حال کې چې د مسکو سور ډګر بيا تړل شوی دی.