په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سوريې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې عمليات ګړندي کړي

د سوريې حکومتي ځواکونه د دغه هېواد جنوب کې د وسله والو مخالفانو پروړاندې تر ټولو لويو عملياتو ته زور ورکوي.

دا له هغه راهيسې چې په دې هېواد کې د روسیې هوايي بریدونه پيل شوي، لومړي عمليات بلل کېږي.

په همدې ترڅ کې د امريکا پوځي چارواکو په ډاګه کړې په خپلو هوايي بريدونو کې يې د اسلامي دولت نومې ډلې لس مشران وژلي، چې دوو تنو یې د پاريس له بريدونو سره تړاو درلود.