په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اونيز بحث:د ٢٠١٥کال پاى، نړۍ څه ډول ٢٠١٦ کال ته داخليږي؟

د ٢٠١٥کال د ژوندانه په بېلا بېلو ډگرونو کې د بدلونونو کال وو، له اقتصادي پلوه نيولې تر پوځي تاوتريخوالي، او سياسي بدلونونو په لړ کې نړۍ د بېلابېلو پېښو شاهده وه.

په ۲۰۱۵ کال کې د منځنځي ختيځ ډيرو هېوادو کې د جگړو اور بل وو، ديو ميلون نه زيات کډوال اروپا ته رامات شوي، په افغانستان کې د طالبانو او نورو وسله والو بريدونو زور واخيست، په ١٤ کالو کې په لومړي ځل طالبانو لنډ وخت لپاره د يوۀ ولايت مرکز د کنترول لاندې راوستى وو.

د ۲۰۱۵ کال اقتصادي او امنیتي پېښو په رڼا کې به ۲۰۱۶ کال څه ډول وي؟ دعنا يت الحق ياسيني په کوربه توب اونيز بحث کې جرمني کې د اقتصادي چارو افغان کارپوه ،محمدا جان مرزي، په هنګري کې د ملګرو متلونو د کډوالو د چارو ادارې ویاند، بابر بلوچ،او په نیویارک کې د افغانستان او پاکستان د چارو شننونکی، جهانګیر خټک، سره د ٢٠١٦ کال باندې د ٢٠١٥ کال د پېښو احتمالي اغيز به څه وي؟