په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د ډېورنډ کرښې منل د حکومتونو نه بلکې د دواړو غاړو ولسونو پرېکړه ده"

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزى وايي پاکستان پر ده د ډېورنډ کرښې د منلو ټينګار کاوه.

خو له بي بي پښتو سره په مرکه کې ښاغلي کرزي وويل د ډېورنډ کرښې منل د حکومتونو نه بلکې دواړه غاړو ته د پرتو ولسونو پرېکړه ده.

زموږ همکار سيد عبد الله نظامي له ښاغلي کرزي خبرو کې لومړی پوښتلي بېلابېلو اړخونو ته په پام له طالبانو سره سوله ممکنه ده؟