په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې نظر: ايا افغانستان کې روغتيايي پرمختگونه اغېزمن گڼئ؟

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په یوه روغتون کې د زړه ۱۲۰ جراحي عملیات ترسره شوي دي. د روغتون ډاکټران وايي دوی په ډېر بریالیتوب سره د زړه د پیچلو ناورغیو عملیات وکړل. دا په داسې حال کې ده چې ګڼ شمېر افغانان د زړه او نورو ناروغیو د درملنې لپارهر ګاونډي پاکستان یا هند ته ځي

آیا په کور دننه عصري روغتیايي اسانتیاوې به خلک د علاج لپاره بهرنیو هېوادونو ته له تګه منع کړي او کنه؟

حکومت ته څه په کار دي چې حلکو ته پرمختللي روغتیايي اسانتیاوې برابرې شي؟ دا اونۍ ستاسې نظر خپرونې ک د کابل د یوه خصوصي روغتون مشر ډاکټر میرویس امیري سره زمونږ همکار ابراهيم اميري غږېدلى دى