په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په هلمنديانو وروستۍ جګړې څه اغېز کړی؟

امريکايي چارواکو تېره ورځ ويلي وو چې هلمند کې د طالبانو پر ضد عملياتو کې يو امريکايی سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي وو.

جګړه مارجې ولسوالۍ کې شوې وه څو افغان سرتېري هم په کې ټپيان شوي وو.

وروستیو جګړو هلمندیان اندېښمن کړي. اوليا اطرافي لښکرگاه ته ورغلى و، له خلکو او چارواکو اوري چې خوندي دى که نه؟