ستاسې غږ: وړکتونونه د کوچنيانو  روزنې کې څومره مهم رول لوبوي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: وړکتونونه د کوچنيانو روزنې کې څومره مهم رول لوبوي؟

په افغانستان کې د دولتي وړوکتونونو میاشتينی فیس له ٥٠ افغانیو ٥٠٠ ته لوړ شوی دی. له دې اعلان وروسته زرګونه کوچنيا د کورنیو د اقتصادي کمزورۍ له کبله له وړکتونونو ویستل شوي دي.

ډېری هغه کورنۍ چې میندې او پلرونه پکې له کوره بهر کار کوي، تر ډېره اړتیا لري چې د ښوونځي تر عمره واړه کوچنیان د پالنې او روزنې لپاره وړکتونونو ته واستوي.

د شمېرو له مخې دوه میاشتې وړاندې د افغانستان په دولتي وړکتونونو کې د ماشومانو شمېر دولس زرو ته رسېده، خو د فیسونو له پورته کېدو راهیسې دغه شمېر اوس یوازې دوو زرو ته راښکته شوی دی. ستاسې غږ پروګرام کې زمونږ همکار ابراهيم اميري د وړکتونونو په اړتيا او د فيس د زياتوالي په مسلې غږېدلى دى.