اونیز بحث: ايا د افغان سولې خبرو کې د ټولو گاونډيانو گډون اړين دى؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اونیز بحث: ايا د افغان سولې خبرو کې د ټولو گاونډيانو گډون اړين دى؟

د افغان دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د بېرته پیلېدو د هڅو په ترڅ کې دا اونۍ اسلام اباد کې یوې څلور اړخیزې غونډې کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو په پيلولو تاکيد وشو.

په دې غونډه کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو ګډون درلود. د دغو خبرو موخه دا وه، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یو چوکاټ رامنځته شي.

ټاکل شوې چې د دې لړۍ راروانه غونډه د جنورۍ په ١٨ په کابل کې تر سره شي.

خو د سولې د هڅو په دغه تازه بهیر کې د افغانستان نور ګاونډیان نه دي شامل وي. ایران په دې وروستیو کې غوښتنه کړې، چې په دې بهیر کې ګډون غواړي. له بلې خوا د افغانستان شمالي ګاونډیان او په ځانګړي ډول روسیه چې په دې وروستیو کې یې له طالبانو سره د تماس د کرښو رامنځ ته کولو ادعا کړې، د دغه بهیر غړي نه دي.

سپين تڼي اونيز راديوي بحث کې د افغان سولې په بهیر کې د دغو ګاونډیانو رول د افغانستان د سولې شورا غړي او پخواني جهادي مشر، قاضي محمد امین وقاد، د پاکستان مشرانو جرگې کې د عوامي ملي ګوند غړی، افراسیاب خټک او د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد، ډاکټر فیض محمد ځلاند سره څېړلى دى.